دادمحمد ناوک
د تورو شرنګي کې، د اسانو ششني کې، د زخمیانو کرېږو او د تکبیر په ملکوتو چیغو کې يې وړاندې ګام نه شوای اخیستی، په اس سپور ځوان په ښي لاس کې محمدي بیرغ رپاند و، په ټول لښکر کې د بیرغ په رپیدو وینه په شور کې وه، ټول ډاډه و، چې دوی لا شته، ټول پوهېدل چې زموږ بیرغ لا لوړ دی، لوړ په دې معنی چې لا هم د ولاړېدو توان لرو، لا هم دوړاندې تګ زور لرو، لا هم په درو زرو تنو د دوو لکو رومیانو په وړاندې د همدې بیرغ رپېدل ساتلی شو!
دا د مؤته غزا ده، په اس سپور ځوان محمدي بیرغ د دوو لکو رومیانو په وړاندې رپاند ساتلی، له اسه ښکته شو په توره وواهه او په اسلام کې لومړی ځل د م/جا/ه/د له خوا اس شه/ی/د شو، وړاندې يې منډه واخیسته، بیرغ رپیده، بیرغ په لښکر کې ساه چلوله، بیرغ د سر لوړی ډاډ ورکاوه. بیرغ په دوی کې د راټولېدو زور پیداکاوه!
د یو کافر توره يې ښي لاس ته سمه شوه. لاس يې پرځمکه ولوید. بیرغ يې ترځمکې پرې نه ښود. ښۍ خپړې له ځمکې ورته کتل چې، کيڼې خپړې خپلې ګوتې د بیرغ پر ډنډه راټولې کړې، لکه بیرغ چې بېرته سا اخیستې وې، ځوان وړاندې روان و، بلې تورې کيڼ لاس په ځمکه وویشت، د لاس خپړه له خندا شنه شوه، دواړو خپړو د لښکرو تر زورورو بوټونو لاندې په خپلو څنګلو نارې وهلې:
بیرغ ونه لوېږې! بیرغ ځمکې ته مه پرېږدئ!
ژر يې محمدي بیرغ په ځان پورې کلک ونیو په سرو وینو رنګ ځوان د پرې شویو لاسونو په پاتو برخو په ټټر پورې کلک ونیو. په ده کې لا وس پاتې و، دی لا وړاندې روان و، د ده دوه لاسونه د لښکر تر پښو لاندې ورک شول، ده خپلې خپړې د اسانو په پښو کې پرېښودې، خو بیرغ يې لوړ وساته، بیرغ رپیده. د ده له پاتو لاسو نو سرې وینې روانې وي. ده د بیرغ په رپېدو ساه اخیسته!
وروستۍ زورورې تورې په ښۍ اوږه په دوه برخې نیم کړ، ګډوډ پرځمکه ولوید، روح يې د لښکر له پاسه وخندل، د حضرت جعفر رضی الله عنه دوه برخې بدن په خاورو کې د لښکر تر قدمونو لاندې ګردونو کې اوښت را اوښت، بیرغ د ځمکې ته ټيټېده، چې یو بل سرښندوی حضرت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه يې د لوړ ساتلو لپاره قربانۍ ته را ودانګل!
۱۳۹۳ل
تصویر؛ د موته میدان