کابل امنیه قومنداني: پولیسو د غلو یوه حرفوي ډله او ۹ عرادې موټر نيولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ وږی، ۱۴۰۲ل)

‏د کابل ا.ق وايي، چې د ۱۵ مې حوزې زړورو پولیسو د غلو یوه حرفوي ډله او نهه عرادې موټر نیولي دي.

د امنيه قوماندانۍ د ورکړو معلوماتو له مخې، دا ډله غله چې تعداد یې اته تنه دي، د کابل ښار له مختلفو سیمو یې نهه عرادې موټر غلا کړي و، چې د پولیسو له پرله پسې هڅو وروسته بالفعل ونیول او د نیول شویو موټر درې عرادې یې خپلو مالکینو ته وسپارل شول.

امنيې قوماندانۍ ويلي: شپږ عرادې موټر چې مالکین یې تر دې دمه ندي پیدا شوي، هغه هېوادوال دې نوموړې حوزې ته مراجعه وکړي، چې په کابل ښار کې یې موټر غلا کړل شوی وي.

مربوطه مطالب

Back to top button