انور الحق کاکړ ملا محمد حسن اخند ته: پاک-افغان اړېکې په ورورولۍ ولاړې دي او د لا پراختیا په هڅه کې یې یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۲ل)
پاکستاني رسنیو کابل کې د پاکستان د سفارت په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر “انورالحق کاکړ” د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت لومړي وزیر “الحاج ملا محمد حسن اخند” ته د یو ځانګړي پیغام په لیږلو سره ویلي، چې پاک-افغان اړېکې په ورورولۍ ولاړې دي او د لا پراختیا په هڅه کې یې یو.
د پیغام یوه کاپي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري “کابل ټکی کام” ته هم رالیږل شوې ده په دې ډول ده:.دپاکستان د صدراعظم انوار الحق کاکړ له لوري د ورور هېواد افغانستان صدراعظم محترم “ملا محمد حسن اخند” ته ځانګړی پیغام.!
پاکستان له افغانستان سره دیني، کلتوري، او په تاریخي مشترکاتو ولاړې نږدې د ورورولۍ اړیکې لري.
موږ ګاونډیان او وروڼه یو. زه د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په ټوله برخه کې په ځانګړې توګه په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره په بشپړه توګه ژمن یم.
د سیمه ییزې سوداګرۍ او اتصال وده زموږ د خلکو د سوکالۍ لپاره حیاتي ده.
موږ باید د دې ګډو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړو.
د ویلو ده چې تر دې دمه اسلامي امارت د یاد پیغام په هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي.



