کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۷ یمه غونډه کې د خبرو پر مهال اسلامي نړۍ کې پر روان وضعیت خبرې کړي او ملګري ملتونه یې د نوم له اخیستو پرته د څلورو هېوادونو مستعمره بللې ده او په خبره یې یاد سازمان اوس هغه حیثیت له لاسه ورکړی، چې د کوم هدف لپاره جوړ شوی و.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د یو داسې فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ کوي چې پلازمېنه به یې بیت المقدس وي او په دې برخه کې به فلسطینیانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي دغه راز په یو شمېر غربي هېوادونو کې د قرانکریم بې حرمتي غندلی او د بیا تکرار په صورت کې یې د جدي غبرګون ګواښ کړی دی.
ولسمشر اردغان دغه راز د آذربایجان او ارمنستان په روانه شخړه کې یوځل بیا د آذربایجان ملاتړ کړی او “نګورنو قره باغ” یې د آذربایجان یوه نه جلا کېدونکې برخه بللې ده.
نوموړي دغه راز په سوډان، یمن، صومالیا، لېبیا، سوریه او ځینو نورو هېوادونو کې روانو شخړو ته په اشارې ویلي که مسلمانان متحد شي یادې ستونزې به په ډېره ښه او اسانه توګه حل شي.
اردغان په مراکش او لېبیا کې د وروستیو طبعي پېښو قربانیانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې ناجیزه بللي او په نړیوالو یې غږ کړی، چې یادې پېښې له سیاست سره ونه تړي.

















