‏بزرګه!

شاعر:مفتون

دښته کې شړنګنده باران کې به ځان څنګه ساتې؟

ښار کې د ښځو په غوبل کې ايمان څنګه ساتې؟

 

د پتلون کشو نجونو منځ کې تقوا صفر کې ضرب

پــه يوه شـپـول کـې نو بيزې او لېوان څنګه ساتې؟

 

د جـمـهـوريت د قاتلانو سـره شين لـه خندا

بزرګـــه تــه د شهيدانو ارمان څنګه ساتې؟

 

‏د لنډغرو او کفري مٶسساتو شتون کې

حياء ناموس او عقيده د افغان څنګه ساتې؟؟

مربوطه مطالب

Back to top button