ننګرهار کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت رغنیزي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۲)

ننګرهار کې د ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو د کانکرېټ چارې پیل شوې. د جلال‌اباد ښاروالي ویاند بختي جان مراد وایي چې د ښاروالي د پراختیايي پروژو په ترڅ کې د ښار د نهمې ناحیې خوشګنبد سیمه کې ۱،۲ کیلومتره سړک او ویالو د کانکرېټ چارې پیل شوې. د مراد په وینا، دغه سړک چې دواړو غاړو ته ویالې او سیمو ته په کتو سنګ کاري لري، په بنسټ‌ییزه توګه کانکرېټ او رغول کېږي. په یاده پروژه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ټول د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي او چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button