کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۲)
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د کابل ښار شپږمه حوزه کې د مهماتو او وسلو یو پخوانۍ ډیپو کشف شوی دی.
ځدراڼ په خپل اکس شبکه لیکلي، چې یاد ډیپو سیمه کې د یو سړک جوړولو پرمهال کشف شوی.
نوموړي زياته کړې ، په دغه ډیپو کې د زرګونه فیره سپکو او درنو وسلو مرمیو ترڅنګ، درې کړۍ فشاري ماینونه هم موندل شوي دي.
نوموړي په دې اړه معلومات نه دي ورکړي، چې یاده ډیپو له کوم وخت راهیسې سیمه کې موجود و.