د خوړو نړیوال سازمان: له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لرو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۲ل)

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي رییسه سېنډي مکین وايي، له افغانستانه د وتلو نیت نه‌لري، خو بودجې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی. اغلې مکین پرون په خپله‌ ټویټر ‌پاڼه د امکاناتو کمي ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی، چې یوازې په تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان ۱۰ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو مرسته ودروي. د هغې له قوله، دا د دوی د ژغورنې یوه وسیله وه چې نوره نه‌شته. د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه راپور کې دا هم لیکلي وو، چې دا مهال په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د بېړنۍ لوږې له بېلابېلو کچو سره مخ دي چې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې ژوند کوي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام نن ویلي، چې ورځ تر بلې افغانستان کې ښځې د ژغورنې وروستۍ وسیله له لاسه ورکوي. ډبلیو‌ایف‌پي زیاته کړې،د دې کمښت معنا دا ده چې یو میلیون مېندې او ماشومان به نور د تغذیې په برخه کې ملاتړ و نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button