اسلامي امارت په ترکیه کې پرونی برید وغانده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې پارلمان ته څېرمه پرونی برید په کلکه غندلی او هغه یې غمجنوونکې پېښه بللې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې د ترکیې له حکومت او کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د یادولو دی چې دوو بریدګرو پرون په انقره کې د دغه هېواد د پارلمان پر دروازه برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه پولیس ټپیان شول.

د کردستان کارګر ګوند د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او د ترکیې حکومت هم د عراق په شمال کې د کرد ملیشو پر پټنځایونو هوايي عملیات پیل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button