کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۲ل)
د کونړ د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د پېج درې ولسوالۍ په شیلام د پیرو خوړ په سیمه کې د یوې ترافیکې پېښي له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې «سیف ده چېلدرن» روغتیایې ټیم موټر د تخنیکي ستونزو له امله چپه شوی چې په کې د دوو مېرمنو په ګډون ۳ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. ورته مهال د اسعد اباد مرکزي روغتون ريیس ډاکټر مولا داد وايي، چې ټپیان په مرکزي روغتون کې تر درملني لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د یادونې وړ ده، چې پرون سهار هم د کابل_جلال اباد پر لویه لاره د لغمان شهرا اړوند تنګي سيمه کې د دوه مازدا ډوله موټرو ټکر له امله ۵ تنه ټپیان شوي وو.