د امریکا د استازو جرګې مشر له خپلې څوکۍ ګوښه کړای شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۲ل)

د امریکا د استازو جرګې مشر مک‌کارټي له خپل موقف څخه ګوښه کړای شو‌. دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د کانګرس د استازو جرګې یو مشر د استیضاح له لارې بېواکه کېږي. شاوخوا ۲۱۶ استازو چې ۸ پکې د مک‌کارټي خپل مخالف جمهوریپال وو، د هغه بې واکه کېدو ته رایه ورکړه. ۲۱۰ نورو استازو چې ټول جمهوریپال وو، د جرګې د مشر ملاتړ وکړ، خو هغه یې ونشو ژغورلی. د مک‌کارټي د ګوښه کولو پروسه د هغه د خپل جمهوریپال ګوند استازي ‘مت ګېتز’ په غوښتنه پیل شوې وه. امریکا کې د استازو جرګي ریاست دغه هېواد کې له ولسمشر او مرستیال ولسمشر را وروسته دریم لوړ سیاسي پوست دی.

مربوطه مطالب

Back to top button