د ژغورنې ډلې: هرات کې له زلزلې وروسته اوس هم ۴۸۵ کسان ورک دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۲ل)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره اوچا او نورې ژغورونکې ډلې وایي،‌ چې د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلې وروسته اوس هم ۴۸۵ کسان ورک دي.‌

په ورکو شویو کسانو کې ۱۹۱ یې سړي او ۲۹۴ ښځې دي.‌ دغو ادارو د زلزلې په اړه په تازه راپور‌ کې ویلي‌،‌ چې له ورکو شویو کسان پرته ۲۷۰۰ کسان په زلزله کې مړه شوي او ۱۶۸۸ کسان ژوبل دي.‌

اوس د زلزلې په ځپل شویو سیمو کې تر کنډوالو لاندې مړي لټول کېږي.‌ د یادو ادارو د مالوماتو له مخې،‌‌ په ټوله کې د شنبې زلزلې ۱۲۱۱۰ کسان اغېزمن کړي چې ۱۷۳۰ کورنۍ کېږي.‌ ځپل شوې کورنۍ د هرات په ګلران، ‌انجیل، خوسان،‌ کشک او زنده جان ولسوالیو کې دي.

تر ټولو ډېر ځپل شوې ولسوالي‌ زنده جان ده چې ۱۳۹۵ کورنۍ په کې زلزلې ډېرې ځپلې دي.‌ د زلزلې پرمهال شپږ ښوونځي هم نړېدلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button