د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې او د دوهم فاز چارې به نن د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پيل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، تله، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې له خپلې نېټې څخه اته مياشتې وړاندې بشپړې شوې او د دوهم فاز چارې به نن د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پيل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په رسمي «اکس» پاڼه ليکل شوي چې د اقتصادي مرستيال ښاغلی ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز ګټې اخیستنې او د دوهم فاز د چارو د پیل په مراسمو کې د ګډون په موخه بلخ ولایت ته تللي دي.

د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت آباد ولسوالۍ پورې رسیږي.

د اقتصادي معاونيت له لوري په خپرو شويو معلوماتو کې ويل شوي، چې د قوش‌تېپې کانال لومړي فاز چارې له ټاکلې نېټې اته میاشتې وړاندې بشپړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button