حماس عربي نړۍ ته: د ملاتړ تمه درڅخه نلرو؛ خو له شا راباندې د خنجر ګذار مکوئ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې پر غزې تړانګې لا هم د نیواکګرو صهیونستانو خونړۍ بمبارۍ او په ځواب کې یې د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو له لوري د اسراییلو د پلازمینې تل ابیب په ګډون په نورو یهودي مېشتو ښارونو توغندویي بریدونه دوام لري د حماس د اسلامي غورځنګ سیاسي مشر “اسماعیل هنیه” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال ویلي، چې له عربي نړۍ د ملاتړ تمه نلري؛ خو غوښتنه یې ترې کوو چې له شا راباندې د خنجر ګذار هم مکوئ.
نوموړي زیاته کړې: که عربي هېوادونه مو د اسرائیلو پر ضد ملاتړ نه کوي، څه خبره نهده، خو د شا لخوا دې د خنجر ګوزار راباندې نه کوي.
هنیه د خپلو خبر پر دوام ویلي، وایي، چې د اسراییلي اشغالګرو زور په بې دفاع فلسطینيانو بر ده؛ خو هغه ورځ لرې نه ده، چې د اسرائیلو ظالم رژیم ته ماتې ورکړو او د هغه جراسیم د عربي نړۍ له زړه څخه وباسو.
هنیه خبرداری ورکړی، چې له اسرائیلو سره به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ مبارزه کوي، اوس مهال یې له الله ج پرته نور هیڅوک مرسته نکوي. موږ پر خپل بري ډاډه یو او لسګونه زره مجاهدین مو په بې صبرۍ غزې ته د صهیونیستي اشغالګرو ننوتلو ته په تمه دي؛ خو اسراییل ویریږي او کله به هم د دوی له جنګیالیو سره مخامخ جګړې ته زړه ښه نه کړي.



