د عراق الحشد الشعبي وسله والې ډلې د فلسطين پوځي ملاتړ ته چمتووالی وښود

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴، تله، ۱۴۰۲ل)

د عراق د الحشد الشعبي وسله والې ډلې مشر د بغداد په پوځي هوایي ډګر کې د خبرو پر مهال د فلسطين له مقاومت څخه پر هر اړخيز ملاتړ ټينګار وکړ.
د یادې ډلې د “الميادين” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، د عراق د ولسي مقاومت د ډلې الحشد الشعبي مشر((فالح الفياض)) د فلسطين له مظلوم ملت څخه د خپلې ډلې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
ده زياته کړه: ډلې یې د فلسطين د مظلوم ملت په وړاندې خپله دنده په هر ډول مرستو او هم په پوځي سطحه پوره کړې ده. نوموړي وویل: د الاقصی طوفان عملياتو وښودله، چې صهيونيست رژيم ماتي خوړلی ده.د عراق د الحشد الشعبي ډلې مشر يو ځل بيا له فلسطينيانو سره پر هر ډول ملاتړ ټينګار وکړ. هغه همداشان د غزې د اوسيدونکو د ځای پر ځای کولو لپاره د صهيونيست رژيم د اقداماتو په اړه وويل: د غزې د اوسيدونکو د ځای پر ځای کولو پروژه ناکامه شوې ده او هېڅ ځای ته به نه ځي. د عراق د الحشد الشعبي ډلې مشر د خپلو خبرو پر دوام وويل: هغه څه چې مقاومت يې کوي په حقيقت کې د نيواکګرو او د هغوی د اصلي ملګرې امريکا د جنايتونو په وړاندې غبرګون دی.
الفياض ټينګار وکړ: موږ د مقاومت اساسي ملاتړي يو. ډله به یې هېڅکله امريکا ته اجازه ورنه کړي، چې د فلسطينيانو په وړاندې له نيواکګرو سره مرسته وکړي .

مربوطه مطالب

Back to top button