کابل: د تېرې شپې چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ١١ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ لړم، ۱۴۰۲ل)
د کابل په دشت برچي سیمه کې تېره شپه چاودنه شوې چې له امله يې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې د دشت برچي سیمې د تېرې شپې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې، چې چاودنه په یو مارکیټ کې شوې او د چاودنې د څرنګوالي مالومولو په موخه یې سیمې ته د څېړنې ټیم استولی دی. تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی



