حماس: په غزه کې تر اوربند مخکې د بندیانو د خوشې کولو پلان نلرو

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ لړم، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ یوځل بیا ټینګار کړی، چې که په غزې د اسراییلي نیواکګرو بریدونه روان وي او اوبند رامنځته نه شي دوی د بندیانو د خوشي کولو کوم پلان نلري.

د یادې ډلې یوه غړي چې د حماس د سیاسي رهبر” اسماعیل هنیه” په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی، ویلي چې په غزه کې تر اوربند مخکې به هېڅ بندیان خوشې نه شي.

نوموړي مسکو کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې په ​​غزه کې د اسرییلو په هوايي بریدونو کې تر اوسه ۵۰ بندیان وژل شوي چې ډیر یې د غربي هیوادونو اتباع دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ځینو غربي سرچینو ویلي و، حماس د بشري حقونو د ځینو نړیوالو بنسټونو په منځګړیتوب د پنځوس تنو هغو بندیانو پر خوشې کولو هوکړه کړې ده چې د لویدیځو هیوادونو اتباع دي؛ خو د حماس دغه لوړ رتبه غړي دغه اوازې رد کړې دي.

د ویلو ده چې د صهیونیستي پوځ ویاند “دانیال هجري” پرون جمعه ومنله چې د دوی د مالوماتو له مخې په غزه کې یې حماس سره ۲۲۴ تنه بندیان دي او ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button