اسراییلې رسنۍ: په غزه باندي د تیرې شپې ځمکنی برید یوځل بیا ناکام شو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۲ل)

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې په غزې تړانګې باندي یې د تیرې شپې ځمکنی برید یوځل بیا ناکام شوی دی.

د اسراییلو 12 خبري آژانس خبر ورکړی، چې له “۳۰” څخه زیات (مرکاوا) ټانګونه یې ویجاړ شوي، د ځانګړو ځواکونو زیات شمیر عسکر یې وژل شوي ګڼ ټپیان او یو شمیر نور یې ژوندي نیول شوي دي.

سپینې ماڼۍ ته نږدې سرچینو بیا رسنیو ته ویلي، چې د دوی هم په غزه کې ځینې ځانګړي سرتیري وژل شوي فرانسوي حکومت هم په غزه کې د خپلو 31 وګړو د وژل کېدو خبره تایید کړه.

د ویلو ده چې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانې “القسام لېوا” هم تایید کړې ده چې، غزه کې یې د صهیونیستانو د ځمکنیو ځواکونو قوماندان ډګروال (یاٸیر شالم) ژوندی نیولی اسراییلي رسنۍ هم د نوموړي نیول کېدل تاییدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button