کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۲ل)
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د نورو دندو ترڅنګ د یادې شورا د مشر په توګه هم ټاکل شوی دی.
سټنډرډ ملي شورا هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تائید په موخه رامنځته شوې.
















