کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپله تازه څرګندونو کې ویلي، چې ټوله غربي نړۍ د یوې صلیبي امپراتورۍ د جوړولو لپاره سره یوځای شوې.
نوموړي زیاته کړې: ما تیره شپه جرمني ته د خپل سفر په جریان کې دا هر څه ولیدل.
ولسمشر اردغان یوځل بیا اسراییل یو خود ساخته او ترهګر هیواد بللی دی او ټینګار یې کړی، لکه څنګه چې غربیان اسراییلو سره ولاړ دي موږ به هم فلسطنیانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. ما د جرمني ولسمشر ته په ښکاره ټکو وویل، چې زموږ پیغام وحشي نتنیاهو ته ورسوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په اسلامي نړۍ غږ کړی، چې لاس په کار شي. غزه وروستی مرچل دی. که نن مو ترې دفاع ونکړه. بیت المقدس به مو له لاسه ووځي او تر هغې وروسته به بیا د مکې او مدینې دفاع هم نشو کولی.
















