حسان مجاهد
طارق بن زیاد بربري و، صلاح الدین ایوبي کردي و، محمد الفاتح له ترکانو څخه و، يوسف بن تاشفین له امازیغ څخه و، قطز له ممالیکو څخه و او برکت خان له مغولو څخه و؛ د اسلام دغه سپيڅلي اتلان د قوميت او نژاد له مخې سره بېل او پاشلي وو، خو د اسلام مبارک او عظیم دين سره متحد او یو موټی وګرځول.
امام بخاري د فارس و، امام مسلم د نيشاپور و، ابن ماجه د قزوین و، امام ابوداؤد د سجستان و، إمام ترمذي د ازبکستان و او إمام نسايي د ترکمنستان و؛ د صحاح سته کتابونو دغه محدثین جغرافيې او قوميت سره بیل کړي او ويشلي وو، خو د رسول اللهﷺ سنتو/احادیثو په یو فکر او یو منهج سره را ټول کړي وو.
د الله تعالی او بنده تر منځ د نږدېوالي سبب قرابت(خپلوي) نه، بلکې د اسلام دین دی.
هاشمي أبولهب به په جهنم کې وي، خو حبشي بلال به په جنت کې وي. قريشي أبوجهل به په جهنم کې وي، خو فارسي سلمان به په جنت کې وي. وليد بن مغيره مخزومي به په جهنم کې وي، خو صهیب رومي به په جنت کې وي.
د الله تعالی پيغمبر ﷺ ته په نسبي توګه تر ټولو نږدې او متمدن قريش د خپلو شومو کړنو په انجام د جهنم خاشاک وګرځيدل، خو بې وزله او پردي صحابه کرام بیا د رسول الله ﷺ د متابعت او ایمان له کبله د جنت ټیکداران وګرځيدل.
عبدالله رضي الله عنه خپل پلار عبدالله بن ابی ابن سلول ځکه مدينې منورې ته نه پریښودل چې د رسول الله ﷺ ګستاخي يې کړې وه، أبوبکر رض ځکه خپل زوی ته د وژلو اراده وکړه چې د اسلام مخالف و او مصعب بن عمیر رض شاهانه او د عياشي زندګي ځکه په ملنګي بدله کړه چې اسلام ته په کې نه وو آزاد.
که يوازي نسب ګټه رسولای؛ نو د رسول الله ﷺ تره أبو لهب په جنت کې و، که دوستي د ځمکې او او جغرافيې لپاره وای؛ نو رسول الله ﷺ به مکه معظمه نه وای پریښې، که دوستي د قوميت او نژاد پرستۍ لپاره وای؛ نو رسول الله ﷺ به له قريشو سره د جګړې دګر ته نه وو را وتلای او که دوستي د کورنۍ لپاره وای؛ نو رسول اللهﷺ به د ابولهب له کورنۍ څخه بې زاري نه وای اعلان کړې.
د ختيځ او لویدیز، شمال او جنوب، د بیلابیلو قومونو پاشلي مسلمانان بايد پر يوه دین سره متحد شي، دښمني او دوستي یې بايد د عقيدې او اسلام پر اساس وي، نه د قوميت، ژبې، جغرافيې او دنیوي مفاداتو لپاره.
نن که مسلمان د مسلمان رښتينی ورور، په درد يې دردمن او په خوښۍ يې خوښ شي؛ بيا به اسلام غالب او کفر مغلوب وي، نن که ورور له ورور سره د اسلام په سر دښمني پیل کړي؛ د باطل لارویان به ټول ذلیله او ضعيفه شي.
نن چې یو اسلامي هیواد په اور کې لولپه او بل يې ننداره کوي؛ دا دکفارو د زړورتیا لامل جوړيږي،
نن چې د نړۍ له یو کونجه بل کافر ته د همکاري پيغام وړاندي کیږي؛ دا په دې معنا چې(الکفر ملة واحدة) کفر ټول یو ملت دی او دغه يو متحد ملت باید موږ داسي سره وپاشو، څرنګه چې يې موږ مسلمانان سره پاشلي یو.