پر شفا روغتون د اسراییلي ترهګرو برید کې ۲۴ ناروغانو شهیدان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۲ل)

د فلسطین روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د غزې د الشفا روغتون کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د برښنا نشتون او اسراییلي ځواکونو چاپو له امله ۲۴ شهیدان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن شنبه د یاد روغتون د رییس “محمد ابو سلمیا” له قوله راپور ورکړی چې ۲۲ ناروغان یوازې په یوه شپه کې شهیدان شوې دي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځې راهیسې یاد روغتیايي مرکز د اسراییلي ځواکونو له‌خوا کلابند شوی او روغتون ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې دي.

روغتون کې د برښنا نشتون له کبله ټولې حیاتي چارې په ټپه درېدلې دي. اسراییل ادعا کوي چې د یاد روغتون لاندې د حماس ډلې غړي پټ ځایونه لري او له دې ځایه د تونلونو له لارې پر اسراییلي ځواکونو بریدونه کوي.

خو حماس ډلې او د الشفا روغتون چارواکي بیا د اسراییلي/ ترهګریز سازمان دغه ادعا بې‌ بنسټه بولي او رد کړې یې ده.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې پر الشفا روغتون د اسراییلو برید د یاد روغتون ډېری تاسیسات ویجاړ کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button