ولسمشر اردغان له حماس سره د اړیکو د پرې کولو په اړه د امریکا وړاندیز رد کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” وايي، چې له حماس اسلامي غورځنګ سره د ترکیې د اړیکو د پرې کولو لپاره د امریکا غوښتنه نه مني.

ولسمشر اردغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې حماس یو سیاسي ګوند دی او ترکیه یې هیڅکله د یوې ترهګرې ډلې په توګه نه مني.

د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې د غزې په جګړه کې د ترکیې بهرنۍ تګلاره متوازنه او همغږي ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ ترکیې ته سفر وکړ. او د انقرې او حماس ترمنځ د اړیکو په اړه یې د واشنګټن اندیښنه څرګنده کړه.

د ویلو ده چې باید، ترکیې بیا، بیا، پر غزې د اسراییلي اشغالګرو بریدونه غندلي، حماس یې یوه مجاهده ډله بللې او د هاګ له محکمې یې د اسرائیلو د لومړي وزیر د محاکمې غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button