کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ مسؤلينو ويلي ،چې د اسرایيلو ټول بنديان به هغه مهال خوشې کړي ،چې اسرایيلي اشغالګر په فلسطين کې په بشپړه توګه جګړه ودروي.
د دې ډلې د سياسي دفتر مرستيال ((صالح العاروي)) رسنيو ته ويلي، چې د اسرابيلو مخکني او اوسني پوځي بنديان هغه مهال خوشې کوي،چې جګړه په بشپړه توګه ودرول شي او د اسرایيلو په زندانونو کې ټول فلسطيني بنديان خوشې شي.
نوموړي له ((الجزيرې تلوېزيون)) سره په يوه مرکه کې ويلي ،چې اسرایيلي نیواکګر دا فکر کوي ،چې حماس به وځپي؛ خو په وينا يې، پر غزه چې څومره اسرائيلي ځواکونو بريد کړی و، د يوه هيواد د ماتولو لپاره يې بسنه کوله. بله خوا، اسرایيلي اشغالګرو هم منلې، چې د دوی د پوځ يو قوماندان د حماس غورځنګ د ځواکونو ډلې له خوا وژل شوي او مړي يې له غزې تړانګې بهر غورځول شوی دی.