القسام: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو د دوښمن لسګونه شوبلې له منځه وړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” ویاند ابوعبیده تیره شپه “الأقصی” تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې یې د صهیونیستي وحشي دوښمن لسګونه شوبلې او نور ډول ډول پوځي وسایط له منځه وړي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.ابوعبیده زیاته کړې: د غزې تړانګې په شمال کې یې د صهیونیستي دوښمن یو پنډغالي باندې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې په پایله کې یې په پنډغالي کې مېشتو پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړی دغه راز زیاتوي، چې ځواکونو مو د یاسین 105 او البناء توغندیو په وسیله د وحشي دوښمن هغه شوبلې په نښه کړي، چې هڅه یې کوله د غزې له شمال څخه مرکزي سیمو ته پرمختګ وکړي چې 28 شوبلې یې په بشپړ ډول تخریب شوي. د پرمختګ مخه یې نیول شوې او 70 پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده. ابوعبیده ویلي دوښمنان یې د جګړې په ټولو محاذونو کې له ماتې سره مخ دي او هڅه کوي، چې له غزې پښې سپکې او وتښتي؛ خو د مقاومت ځواکونه به اجازه ورنکړي چې داسې په اسانۍ سره له غزې تړانګې ووځي. د ویلو ده چې اسراییلي رسنیو هم منلی، چې تیر ۲۴ ساعتونه غزه کې د اسراییلي پوځ لپاره تر ټولو خونړي و او لسګونه پوځیان یې مړه او ټپیان شوي دي.



