سپاه پاسداران سوریه کې د صهیونیستانو وروستی برید بې ځوابه نه پریږدو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د ايران پاساداران ځواکونو ويلي، چې د سوريې په پلازمېنه “دمشق” کې د صهیونستانو د وروستي بريد غچ به په هر ځای کې واخي. سپاه پاسداران دا ګواښ وروسته له هغه کوي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د وړمې ورځ په بريد کې د یادو ځواکونو څلورو تنه مهم غړي ووژل شول.
د ايران حکومت ويلي، چې د ځان د دفاع حق لري او د دغه بريد ځواب به ورکوي.

ايسنا خبري آژانس د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند “ناصر کنعاني” له قوله ويلي، چې د سوريې پر ځمکنۍ بشپړتيا تېري کول، د اسرائيلو د رژيم د عجز او کمزورۍ نښه ده.

د ده په وينا، د ايران حکومت په خامخا او په هر ځای کې سوريه کې د شوي بريد غچ اخلي.

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان پرون ويلي: د دمشق پر “میزه” سيمه د اسرائيلو په بريد کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د ايران سپاه پاسداران ويلي: په وژل شويو کې څلور کسان د دوی پوځي سلاکاران وو، خو راپورونه وايي: په دغو کسانو کې يو يې د سوريې لپاره د سپاه پاسداران استخباراتي مسئول و.

د ویلو ده، چې د اسرائيلو او حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې په منځني ختيځ کې شخړې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button