عراق: د اسلامي مقاومت په بریدونو کې لسګونو امریکایي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې پر غزې تړانګې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکایي ځواکونو پر پوځي اډو د عراق د اسلامي مقاومتي سازمان “حشدالشعبي” په بریدونو کې لسګونو امریکایي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاده ورځپاڼه وایي، چې د یاد سازمان په بریدونو کې ۷۰ امریکایي پوځیان ټپیان شوي او ۴ تنه وژل شوي دي.

د ویلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت د سازمان په نوم دغه ډله له ګڼو امریکا ضد ډلو څخه جوړه شوې، په عراق او سوریه کې فعالیتونه کوي او ویل کېږي، چې د ایران سپاه پاسداران او قدس ځواکونه یې ملاتړ کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button