دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

‏هغوی چې آمرین بالمعروف دي…!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 22, 2024
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
28
ځلې شریک شوی
346
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالق یار احمدزی

افغانستان کې د اسلامي امارت په تیره او اوسنۍ واکمنۍ کې یوه متفاوت ارګان چې رامنځته شو، هغه د امربالمعروف او نهي عن المنکر په نامه لویه اصلاح کوونکې اداره وه، چې د نظام په چارو کې د خپلو او پردیو سترګې تر ډیره دغې ادارې ته وې او دي.

دا هم ولولئ

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

داچې د ګډوله حکومت تر نړیدو وروسته دلته په لسګونو داسې ادارې په میراث پاتې وې، چې بقاء یې یواځې د کارمندانو د معاشاتو په ګټه وه، نو د ا.ا. ا لخوا یې ځینې منحل اعلان شوې لکه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت، پارلماني چارو وزارت او… خو داچې د امر بالمعروف اداره د امارت ځانګړنه وه، نو د جمهوریت تر سقوط وروسته یوځل بیا د یوه لوی وزارت تر عنوان لاندې احیاء شو.

ددغه وزارت مسؤلیت تر ډیره اصلاحي جنبه لري، ټولنه کې د مفاسدو مخه نیسي او د نیکو کارونو لارښوونه یې له مسؤلیتونو څخه شمیرل کیږي.

داچې یاد وزارت ولې خپلو او پردیو ته مهم دی او په هکله یې لا نور څه وشي، لاندې ټکو ته یې په هکله اشاره کوم.

د تیرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې امریکا او متحدینو یې د خپل تر واک لاندې اجیر رژیم په مټ په افغانستان کې لویه موخه د فکري، عقیدوي او فرهنګي جګړې مخته وړل و. هغوی که څه هم ددې لپاره کومه مشخصه اداره نه وه ایجاد کړې، خو د امریکایي سفارت او نورو بهرنیو سفارتونو، امنیت شورا او….. له بودیجې څخه یې په مختلفو ساحو کې له ډول ډول وسائلو او امکاناتو په استفادې سره، د نوي افغان نسل د بې لاریتوب هڅې کولې.

په مکاتبو کې له ښوونیز نصاب نیولې، بیا په عامه رسنیو کې د فاحشو سریالونو تر خپراوي، تبلیغاتي اعلاناتو او درواغجنو خبرونو تر تنشیر پورې…. ټوله هڅه یې دا وه چې ولسونه له زور پرته ددوی دیموکرات فکر او سیکولره نظریه ومني.

هغوی ددې جګړې لپاره پراخ او هر اړخیز مالي سپانسر کاوه، چې اغیزې یې په ښاري سیمو کې له ورایه جوتیدلې؛ کله چې ناخبرو ځوانانو هرڅه لیدل، د مشرانو خبرو ته له اعتناء پرته به یې تقلید کاوه او له رسنیزو آدرسونو، د مکاتبو له استادانو او نورو معلوماتي منابعو څخه اخیستل کیدونکې مفکوره به یې په عملي ژوند کې پلې کوله.

هوکې! دا ټوله داعیه مخامخ خارجیانو نه؛ بلکې د هغوی دیموکراتو داخلي بړیڅو مخته وړله؛ خبریالانو به له رسنیو څخه خپلې پروژې مخته وړلې؛ د ښارونو ځینې کرایي ملایانو به د مساجدو له منبرونو او د مکاتبو استادانو په خپلو صنفونو کې د امریکایي سفارت فرمایشي لوبې تطبیق کولې.
خو کله چې ا. ا. ا قائم شو، پورته مرموزو لوبو ته هم د پای ټکی کیښودل شو، له اسلامي ارزښتونو، کلتوري جوړښتونو او ملي علیاء مصالحو سره په ټکر کې هره داعیه منکر وبلل شوه او پر ځای یې له شریعت سره سم د اساسي کارونو په ترسراوي خلک مکلف وګرځول شول.

هوکې؛ که د امر بالمعروف په نامه کوم ارګان مونږ ونه لرو، نه خو د اشغال څخه راپاتې شوی ناوړه میراث سمولی شو او نه هم هغو علیاء موخو ته رسیدای شو، چې له شل کلنې مبارزې مو درلودلې.
که مونږ د نیکیو په لارښوونه او د منکراتو د ازالې په تکل نه شو، نو خدای مه کړه کلونه وروسته به مو ځوان نسل ، له اوسنۍ ټکنالوژي په استفادې سره بیرته همغه رنګ خپل کړی وي، چې جمهوریت یې د ترویج لپاره میلیاردونه ډالر ولګول.

دا چې بهرنیانو دلته تر جنګ وروسته تر ټولو ګزاف مصارف د فکري او عقیدوي جګړې په ترویج کړي، نو هیڅکله به هغوی او دغه فکر ته ژمن داخلي بړیڅي یې دا ونه شي زغملی چې د دوی دغه خواري دې اوبه یوسي.

اوس چې د دیموکرات فکر د ترویج او عملي کیدو لپاره د یهود او د هغوی د افغانما بړیڅو د کلونو لوبه خرابه شوه؛ دوی به یې هم په غبرګون کې په تبلیغاتي ډګر کې مانورونو ته کش ورکړي، فزیکي تاوتریخوالي ته به هم خلک لمسوي او آن تر دې چې له نړیوالو څخه د سیاسي ملاتړ د غوښتلو لپاره به هم دا ټکی د یوې مهمې سوژې په توګه کاروي.

ددې لپاره چې افغانستان د نړۍ په کچه یواځنی هیواد دی چې مشرتابه یې په بشپړه توګه اسلامي نظام د پلې کیدا ویلي؛ نو په اوسنۍ نړۍ کې چې د واک او ځواک څښتنه لا هم امریکا ده، شاید د سیاسي اسلام پیاده کیدل د هر چا سترګو ته خار وي.

بلخوا که مونږ دغه ډول یو ارګان په نامه هم ولرو، خو ننګه یې د ځان مسؤلیت ونه بولو، دا بیا زمونږ تخطي شمیرل کیږي.
ددې لپاره لازمه بولم چې لاندې ټکو ته هم ځینې اشارې ولرم.

‏

_ داچې جمهوریت او ملاتړو یې تر وروستۍ سلګۍ پورې وس وکړ چې د یهودو لخوا وارداتي موارد په مؤمن ولس وتپي او ددې لپاره یې له مختلفو حربو او اغیزمنو لارو کار واخیست، پکار ده چې اوس چې امارتي وزارت ددې شیانو داصلاح لپاره ګام پورته کوي، کټ مټ باید هماغه یا تر هغې مؤثره ټکنالوژي مصرف کړي، څو د ولسونو اذهان بیرته تنویر او له تیارو یې را وباسي.

۲_ . ا. ا. ا که غواړي په واقعي توګه د مفاسدو مخه ډب او خپل ځوان نسل فکري راخپل کړي، دغه اداره باید نوره هم قوي کړي او له لارښوونو ور آخوا د عملي اجرأتو لپاره د ځانګړي میکانیزم له مخې واکونه ورکړي، داسې چې له یوې خوا په نرمه ژبه د ولس زړونه او له بل لوري یې څوک بې ازاره تبلیغان هم یاد نه کړي.

۳_ښه ده چې دا اداره اوس د ارشاد او دعوت تر عنوان لاندې په هر وزارت کې تشکیلات لري؛ خو ددې لپاره چې دا تشکیلات اغیزمن ثابت شي، لومړی دې خپل ټول پرسونل ته چې په رأس کې یې محتسبین راځي، ښه او اغیزمن تربیوي سیمنارونه جوړ کړي.

۴_دا چې د امر بالمعروف فعالیتونه ټول په ولایتي مراکزو او جوماتونو کې محدود دي، باید ولسوالیو، کلیو او لرې پرتو ټولو سیمو کې د ژوند د هرې طبقې (تجاران، دهقانان، کسبګر او…..) خلکو ته ورسیږي.

۵_داچې د معروفاتو اقامه او د منکراتو ازالة له عباداتو نیولې، آن تر معاملاتو یې سر رسیږي؛ یاده اداره باید د اړوندو برخو لپاره متخصص کسان وګماري. یواځې له دیني جامعاتو فارغ مولوي صاحبان نه، بلکې د اړوند برخو متخصص کاري ټیمونه هر اداري واحد ته ولیږدول شي، څو یې هم د عباداتو سمَوَنه وکا او هم د معاملاتو رغونه….

۶_تبلیغاتي او رسنیزه برخه هم د دغه ارګان باید تر ټولو قوي انګازه ولري او ملت ته د ترحم په ژبه اصلاحي نشراتي خپرونې وړاندې کړي.

۷_د امر بالمعروف اوسنی جوړښت که لا پیاوړي کول غواړو مونږ باید د تیرې ادارې لخوا د دیموکراتیکو سوژو تکثیر او ترویج ښه مطالعه کړو او تر هغه وروسته باید تر دې وړ او مستعد خلک د اصلاحي برنامو د مخته وړلو لپاره راوړاندې کړو.

۸_دا خپل او پردي ټولو ته څرګنده ده چې مونږ جګړه په وسائلو، زور او کوم خاص تکتیک نه، بلکې د الله ج په کمال نصرت د مؤمنو هیوادوالو په دعا او خالصه سپیڅلې عقیده باندې ګټلې ؛ اوس هم چې زمونږ د سپیڅلي نظام بقاء تضمینوي همدا درې به وي او دا هله راتلای شي چې مونږ هم خپله د معروفاتو په اقامة او د منکراتو په مخنیوي کې پیشګام شو او هم نور تر مړوند نیولي سمې لارې ته سوق او هدایت کړو.

۹ _دا چې راتلونکی نسل مو کاملاَ په خپله اسلامي او ملي مفکوره روزلی وي، اړتیا ده چې د پوهنې، لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ، امر بالمعروف اداره ښوونیزو مراکزو ته پاملرنه څو برابره زیاته کړي، مؤظف تکړه ټیم دې د تدریس کمیت او کیفیت هم ارزوي او د ټولو امتحاناتو په ترسراوي کې دې عملا دخیل وي.

راځئ مخالفینو ته د یوه غاښ ماتوونکي ځواب په پار، سر له نن څخه د خپل امر بالمعروف او نهي عن المنکر له ادارې څخه په کلکه دفاع وکړو او ولسونه یې هم کامل اطاعت ته وهڅوو.
خالقیار احمدزی

مخکینې مطلب

اختلاف طبعي دی، خو چې خلاف نه شي!

بل مطلب

سپاه پاسداران سوریه کې د صهیونیستانو وروستی برید بې ځوابه نه پریږدو

ځانګړي مطالب

مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي: غزه کې اوربند ته ژمن یو د مقاومت په غوښتنه مو په صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

حماس: پر اشغالګرو دې د تړون منلو لپاره فشار واچول شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025
خبرونه

د اسلامي جهاد نوی ویاند ابوحمزه: د اوربند تړون ته پابند یو؛ خو وسلې نه تسلیموو

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډونالډ ټرمپ د آسیا په سفر کې د تجارت او اوربند د تړونونو د ترلاسه کولو هڅې کوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په بلخ کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د ځمکې وېش پيل شو

ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې تصویب کړې

ملا عبدالغني برادر د سعودي «دلتا انټرنشنل» له مشر سره د ګازو پر پروژو خبرې کړي

چین د ۱۰۰ میلیونه یوانو بشري مرستو دویم پړاو کې ۱۵۶ فابریکوي کورونه افغانستان ته وسپارل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com