حسان مجاهد
امریکا چې په افغانستان یرغل وکړ؛ ځينو بې وجدانه افغانانو يې د خپل مسلمان ملت پر وړاندي پوره ملاتړ وکړ او دغه ملاتړ ته يې په بیلابیلو عنوانونو د جواز لارې ولټولې. هغه مهال هم موږ د دوی پر فکر او عقيده پوره معلومات لاره چې اصلا دوی له کفارو سره ژوره دوستي لري او له دوی سره د همکاري لپاره تر خپل دين او خاورې تېر دي.
کله چې امریکا د ماتې تر درشله ورسيده او زموږ له خاورې یې پښې سپکې کړې، نو ورسره همفکره همکارانو هم له هیواده بهر ته تيښته غوره و بلله او همهاله يې له هیواده بهر په افغانستان کې د حاکم نظام پر ضد سازشونه پیل کړل، څو ځله یې په مختلفو هیوادونو کې غونډې وکړې او له زړو دوستانو يې همکاري وغوښته.
تازه په تازه ويل کيږي چې همغه تښتيدلي افغان ځواکونه د غاصبو إسرائيلو په ملاتړ د حماس جهادي ډلې پر ضد د جګړې کرښې ته تللي دي.
افغانان باید سترګې خلاصي کړې چې دغه خلګ له کفارو سره ژوره دوستي لري او هميشه يې د مسلمانانو پر ضد اوږه ورکړې ده، پرون چې يې د(خدا، وطن دنده) نغاره ډنګوله؛ نن سل په سلو کې دروغ ثابته شوه؛ ځکه نن يې د مظلومو فلسطیني وګړو سره په مقاومت د خدایﷻ دښمني پيل کړه او نن په ډاګه شوه چې هدف یې له خپلې خاورې/وطن ملاتړ نه، بلکې د إسرائيلو ملاتړ دی.
دوی چې له بهره د امارت پر ضد د مقاومت هڅه کوي او افغانانو ته په فکر کې دا ورکوي چې پر تاسو له داسي حاکم نظام سره مقاومت پیلوو چې ستاسو د اقتصادي پرمختګ او تعليم مخه نيسي، ستاسو بشري حقوق ګواښي او تر خپل اولس پرديو ته ډېر وفادار دي؛ نن څرګنده شوه چې دوی پر افغانستان باندې اوس هم د پردیو یرغل ته لیواله دي او غواړي چې د هغوی تر غلامۍ لاندي بيا خپلو شومو کړنو ته ځان ورسوي.
پرون چې خلګو د افغان ساتونکو په نامه پيژندل، نن د إسرائيلو ساتونکي ثابت شول او پرون چې يې(افغان ځواکونه د خلګو په خدمت کې) شعار زمزمه کول، نن ولیدل شو چې پرون د امریکا او نن د إسرائيلو په خدمت کې ولاړ دي. تر اوسه په افغانانو، له دې وروسته باید په افغاني الاصله إسرائيلو وپيژندل شي؛ ځکه الله تعالی فرمايي: ژباړه: چا چې د کفارو ملاتړ وکړ، هغوی له کفارو څخه دي.