کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامې غورځنګ د سياسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواک حکومت پخواني لومړي وزیر دکتور “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهيونيستي اشغالګرو پر وړاندې به برحقې مبارزې څخه هیڅکله لاس وا نخلي
هنیه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ځیني هېوادونو دا فکر کاوه چې موږ به د صهيونيستي اشغالګرو پر وړاندې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړو، خو اوس هغوی پوه شول چې کیسه برعکس روانه ده.
نوموړي زیاتوي: ټول کفار باید په دې خبره پوه او خبر شي چې موږ له صهیونیسټي اشغالګرو څخه ویره او ډار نه لرو.
د ویلو ده، چې هنیه داسې مهال اسرائیلي اشغالګرو سره د مبارزې پر دوام ټینګار کوي، چې د اروبند په اړه د ترکیې، قطر، مصر او امریکا وړاندیز غزه کې د حماس غورځنګ پوځي قوماندان “یحیی سنوار” رد کړی دی.

















