کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې سهار یې د اسرائیلو ستر بندرې ښار “حیفا” په بالستیک توغندیو ویشتلی دی.
د یمني پوځ ویاند” جنرال “یحیی سریع” رسنیو ته ویلي: موږ د بالستیک توغندیو په وسیله د اسرائیلي اشغالګرو په بندري ښار حیفا کې یو شمېر اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړل.
که څه هم اسرائیلو تر دې د یمن د یادې ادعا په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې حوثیان اسرائیلو کې اهداف په نښه کوي بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله ورته بریدونه کړي دي.


















