کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې ځواکونو د سوریې د شمال په “العمر” سیمه کې د امریکایي اشغالګرو په تر ټولو سترې اډې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
یا دې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: چې دا بریدونه یې په سوریه- عراق کې د امریکایي اشغالګرو د وروستیو بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي.
دغه راز اعلامیه کې راغلي: د صهیونیستي ریژیم لخوا پر غزې تړانګې د روانو وحشیانه بریدونو په غبرګون کې به د دوی بریدونه په سیمه کې د صهیونیستانو په ملاتړو دوام لري.
که څه هم امریکا تر اوسه د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په وروستیو بریدونو کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوه اوونۍ وړاندې د سوریې-اردن پر پوله یادې ډلې د امریکایي پوځ په یوې اډې بریدونه کړي و، چې په پایله کې یې لسګونو امریکایي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ویلو ده، چې د سوریې اردن پر پوله د امریکا پر پوځي اډې تر خونړیو بریدونو وروسته امریکا په عراق او سوریه کې د صهیونیستي ضد ډلو پر مرکزونو څو ځله هوایي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د سپاه پاسداران، قدس ځواکونو، حزب الله او د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ ۷۰ جنګیالي ووژل شول او ۱۲۵ مرکزونه یې ویجاړ شول.

















