کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته چې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي قوماندان “یحیی سنوار” صهیونیستي اشغالګرو سره د اوربند وړاندیز رد کړ. جګړو زور اخیستی. د راپورونو له مخې د غزې شمال کې تېر ۲۴ ساعتونه د اشغالګرو لپاره خونړي و او حماس ځواکونو سره په جګړو کې یې ګڼ شمېر پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې ” القسام لېوا” ویاند “ابوعبیده” د مقاومت اړوند (الأقصی) تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ځواکونو د غزې په شمال کې اشغالګرو ۴۳ ټانکونه ویشتلي او په پشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي: چې د القسام ځواکونو په بریدونو کې ۳۰ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ۷۷ تنه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د ابوعبیده په خبره د یو شمېر وژل شویو اشغالګرو پوځیانو مړي لا هم د جګړې په ډګړ کې پراته دي او صهیونیستان د بیا بیا هڅو سره سره نه دي توانیدلي، چې خپل وژل شوي پوځیان د جګړې له ډګړ څخه پورته کړي.
ابو عبیده دغه راز زیاته کړې ده، چې د غزې تړانګې په جنوب کې یې هم د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ اسرائیلي پوځيان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

















