اسلامي امارت: غزه کې د ټولوژنې دوام نړيوال سازمانونه له جدي پوښتنو سره مخ کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې غزه کې د ټولوژنې دوام نړيوال سازمانونه له جدي پوښتنو سره مخ کړي

اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي، چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیانو
‏چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي د بمباریو او جګړو له ویرې پناه اخیستې ده، وحشیانه بریدونه پیل کړل.

پر رفح ښارگوټي د صهيونيستي رژیم بریدونو دوام به یوه
بله لويه فاجعه رامنځ ته او روان ناورین به لا پسې ژور کړي.

اعلامیه کې راغلي:اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي
او د سملاسي دريدو غوښتنه يې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کوي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.

په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړيوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button