حماس: بایډن په رفح کې د صهیونیستانو د جنایتونو او وژنو مسؤل دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، بایډن چې پرون یې نتنیاهو ته په رفع ښار د بریدونو د ترسره کولو ډاډ ورکړ او له دغه رژیم سره یې د مالي، وسلو او سیاسی ملاتړ د زمینې برابرولو لپاره ژمنه وکړه، د اسرائیلو لخوا په رفع ښار د ترهګریزو بریدونو مسوول دی.
اعلامیه کې راغلي”چې د اسرائیلي ترهګرو لخوا پر رفع ښار د تیرې شپې وحشیانه حملې په او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په شمول د فلسطینیانو او کډوالو په وحشیانه قتل عام کې له سلو تنو څخه زیات کسان شهیدان شوي دي.
د اعلامیې له مخې د فلسطيني ولس د نسل وژنې او له غزې تړانګې یې د ایستلو ته د مجبورولو هڅې روانې دي.
حماس په رفح ښار باندې د صهیونیستي ترهګر ریژیم وروستي بریدونه یوه ترهګریزه کړنه، د ویرې خپرولو هڅه او د فلسطیني ولس د د نسل وژنې او د رفع ښار د ویجاړولو هڅه بللې ده.
په رفح ښار کې چې شاوخوا ۱.۴ میلیونه فلسطینیان مېشت دي، کوڅې یې د کډوالو لپاره په یوه ځالې بدلې شوې او تر ټولو لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله په سختو او ناخوالو کې ژوند کوي.
اعلامیه کې راغلي: چې د نتانیاهو ترهګر حکومت دوه اونۍ مخکې په هاک کې د عدالت د نړیوالې محکمې له فیصلې څخه په بشپړه توګه سرغړونه کړې ده.د هاک محکمې د هر هغه اقدام د سمدستي بندولو غوښتنه کړې چې د فلسطیني ملت د نسل وژنې لامل ګرځي.
یاد غورځنګ له عرب لیک، د اسلامي همکاریو له سازمان او له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې ده، چې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیستي پوځیانو د جنایتونو او نسل وژنې د بندولو لپاره بیړنی او جدي اقدام وکړي.



