غزه؛ حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۱۱ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د حماس غورځنګ سرچینو سنیو ته ویلي، چې دغه ۱۱ صهیونیستي ترهګر پوځیان د غزې تړانګې په “خان یونس” سیمه کې وژل شوي دي.

په ورته مهال د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ویاند ابوعبیده د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په شمال او جنوب کې د اسرائیلي اشغالګرو ۳۳ ټانکونه په پشپړه توګه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۵۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ په رسمي توګه تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي رسنۍ وایي، چې نن یې خان یونس کې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

مربوطه مطالب

Back to top button