دفاع وزير قطر ته د سفر پرمهال د وسلو نړيوال نندارتون کې ګډون کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۲ل)
د هیواد دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجا.هد او لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په قطر هیواد کې د وسلو په دفاعي نندارتون “ډیمډکس” کې چې دمختلفو نړیوالو شرکتونو لخوا ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسائل او وسائط په کې ښودل کیږي ګډون وکړ او له وسلو څخه یې لیدنه کړې ده.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” په خپله “ایکس” پاڼه دغه راز د یاد خبر د پخلي ترڅنګ لیکلي، چې د هېواد دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د امیر نائب الشیخ عبد الله بن حمد آل ثاني، همدا راز د قطر دفاع وزیر او رئیس ارکان سره په داسې حال کې ولیدل چې د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود.
د ویلو ده، چې د هیواد دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطر په ملتیا دوحې ته تللی ده.



