یمني ځواکونو یوه اسرائیلي بېړۍ نیولې او یوه امریکایي یې ویشتلې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۲ل)

د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې یې یوه اسرائیلي بېړۍ نیولې او د امریکا یوه جنګي بیړۍ یې ویشتلې ده.

د برېتانیا د سمندري ځواکونو ویاند خبر ورکړی، چې په امریکایي بېړۍ “امبري” د برید پېښه د عدن ښار څخه 91 کلیومتره لرې رامنځته شوې ده؛ خو د پېښې اړوند نور جزییات یې نه دي رسنیز کړي.

په ورته مهال د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې یوه اسرائیلي بېړۍ یې سره سمندرګي کې نیولې او یوه بله امریکایي جنګي بېړۍ یې د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې، چې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د یمن د وسله وال پوځ ویاند” جنرال یحیی سریع” ادعا کړې ده، چې سمندري ځواکونو یې د اسرائیلو (MSC SKY) په نامه بېړۍ روغه نیولې او د امریکا جنګي بېړۍ یې باندې یې د بالستیک توغندیو برید کړی، چې په پایله کې امریکایي بېړۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. د نوموړي په خبره دا د هغو ترهګریزو کړنو غچ و، چې اسرائیل یې غزه کې ترسره کوي. یحیی سریع د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې تر هغو به د امریکایي، اسرائیلي، برېتانوي او نورو هغو بېړیو باندې بریدونو ته دوام ورکوي، ترڅو چې پر غزې اسرائیلي ريژیم او پر یمن امریکا او برېتانیا خپل ترهګریز عملیات پای ته نه وي رسولي.

د ویلو ده، چې امریکا او اسرائیلو تر دې دمه د یمني ځواکونو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې د یمن وسله وال پوځ په امریکایي او اسرائیلي بېړیو بریدونه کوي، بلکې د تېر 2023م کال د نومبر میاشتې راهیسې یې سلګونه هغه بېړۍ ویشتلي او نیولي دي، چې له “باب المندب” تنګي یې تل أبیب ته مرستې لیږدولې.

مربوطه مطالب

Back to top button