مصري محکمې د اخوان المسلمین د مشر په ګډون د یاد ګوند شپږو غړو ته د اعدام سزا اورولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د مصر سترې محکمې د اخوان المسلمین د عمومي مشر “محمد بدیع” په ګډون د یاد ګوند شپږ مهمو غړي د دریم ځل لپاره هم د اعدام سزا اورلې ده.

د مصري رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد د سترې محکمې د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې وړمه ورځ د اخوان المسلمین ګوند عمومي مشر “محمد بدیع، مرستیال یې محمود عزت، محمد البلتاجي، عمرو ذکي، اسامه یاسین، صفوت حجازي، عاصم عبدالمجید او محمد عبدالمقصود ته د اعدام سزا اورولې ده.
د اخوان المسلمین ګوند یادو چارواکو ته له اساسي قانون څخه په سرغړونه، د حماس غورځنګ په ګډون له ځینو نورو وسله والو ډلو سره د اړېکو او په ۲۰۱۳ م کال کې د پوځ په خلاف د خلکو د پارولو په تور دغه سزا اورول شوې ده.

د اخوان المسلمین ګوند یاد مشران له ۲۰۱۳م کال راهیسې په زندان کې دي او تر دې وړاندې هم دوه ځله ورته د مرګ سزا اورل شوې وه.

د ویلو ده، چې په ۲۰۱۳م کال کې د پوځ لخوا د محمد مرسي د منتخب حکومت تر نسکورولو او واک ته د جنرال “عبدالفتاح السیسي” تر رسېدو وروسته د اخوان المسلمین د اسلامپالې ډلې زرګونه ملاتړي او مهم مشران په زندانونو کې دي، د یاد ګوند په فعالیتونو بندیز لګیدلی او د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان شوی؛خو اخوان المسلمین ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مصري محکمې وروستی پرېکړه رد کړې او خبرداری یې ورکړی که مشران یې اعدام شي د هر ډول پایلو پړه به یې د سیسي د دیکتاتور ريژیم پرغاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button