پاکستان: د ولسمشر ټاکلو لپاره د رايې اچونې بهیر پيل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۲ل)
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د ولسمشر ټاکلو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی. په دغو ټاکنو کې اصف علي زرداري او د سني اتحاد شورا نوماند محمود خان اڅکزی، چې د عمران خان اړوند د تحریک انصاف ګوند ملاتړ هم له ځان سره لري، د ولسمشر ټاکلو په څلورم پړاو کې له یو بل سره سیالي کوي.
د ویلو ده، چې تېره اونۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند نوماند شهباز شریف د یاد هېواد د پارلمان له لوري د اکثریت رایو په ترلاسه کولو د پاکستان د ۲۴م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.



