کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې دوه امریکایي بېړۍ ویشتلي دي.
نوموړي، چې شیبه وړاندې یې پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل تېره شپه زمونږ سمندري ځواکونو سره سمندر او عدن خلیج کې د امریکایې دښمن په وړاندې بریالي عملیات تر سره کړل.
د نوموړي په خبره په یادو عملیاتو کې یې د امریکایې اشغالګرو یوه تجارتې “Propel Fortune” بیړۍ او یوه نظامې کیښتۍ د ۳۷ بې پیلوټه الوتکو په توسط په توسط ویشتلي، چې په پایله کې یې دواړه بېړۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.
د ویلو ده، چې په روانه اوونۍ کې د یمن د وسله والو ځواکونو لخوا د ویشتل شویو بېړیو شمېر ۹ ته رسیدلی ده، یحیی سریع دغه راز یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د دوښمن د بېړیو ویشتلو ته به تر هغو دوام ورکوي ترڅو چې د صهیونیستي ترهګر ریژیم لخوا پر غزې تړانګې روان وحشت پای ته نه وي رسیدلی.

















