کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې نن جمعه د غزې تړانګې اړوند په “خان یونس” سیمه کې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لوا ځواکونو سره په مخامخ نښتو او چاودونو کې ګڼ شمېر صهیونیستي ترهګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” سرچینو الجزیرې تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د خان یونس په نننۍ جګړه او چاودنو کې یې ۱۶ اسرائیلي پوځيان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپيان کړي دي.
له بل پلوه غزه کې د الجزیرې خبریال د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د اشغالګرو مرګ ژوبله ښایي تر هغه څو برابره ډېره وي، چې اټکل شوې ده. د الجزیرې یاده سرچینه زیاتوي: د پېښې په ځای کې د صهیونیستي ريژیم الوتکې د خپلو وژل شویو او ټپیان شویو پوځیانو د وړلو په موخه پر وازونه کوي؛ خو دا چې سیمه کې حالات ترینګلي دي، تراوسه اشغالګر د خپلو وژل شویو او ټپیان شویو پوځیانو په پورته کولو نه دي توانیدلي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم تر اوسه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو منلی، چې خان یونس کې یې حماس ځواکونو سره په نښتو او څو چاودنو کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د کره شمېرې په هکله یې څه نه دي ویلي.