کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۲ل)
غزه کې د فلسطين د روغتيا ادارې چارواکو خبر ورکړی، چې دغې تړانګه کې د صهيونيستو پوځونو او فلسطيني جهادي ډلو ترمنځ روانه جګړه کې د شهيدانو شمېر ۳۱زره او ۴۵ او د ټپيانوشمېر ۷۲ زره ۶۵۴ تنو ته رسېدلي دي. دغه راز اسرائيلي ځواکونو د روژې په لومړۍ شپه اقصي جومات ته د لمونځ کوونکو مخه نيولې ده.د ځينو رسنيو د راپورونو په حواله دغه لمونځ کوونکي، چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده، د اسرائيلي ځواکونو له لوري ځورول شوي او ځينې يې وهل شوي هم دي.ورته وخت کې د اسرائيلو لومړي وزير نتانياهو ويلي، چې دغې جګړه کې تر دې مهاله ۱۳ زره فلسطيني وسله وال وژل شوي دي، هغه ادعا چې فلسطيني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس يې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.


















