غزه کې لومړۍ روژه؛ فلسطينيان نه پېشلمی او نه روژه ماتی لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۲ل)

له غزې څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې صهيونيستو پوځيانو د روانې جګړې په ۱۵۷ مه او د روژې په لومړۍ ورځ هم د دغې تړانګې ګڼې سيمې بمبارد کړي او يو شمېر عامو روژه په خوله فلسطينيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغو تازه بريدونو کې د درېو تنو د شهادت او له لسو د زياتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوي دی.

ګڼو ځايونو کې د غزې اوسېدونکو په پېشلمي کې له کافي اندازې او يا هېڅ خوراک کولو پرته روژه نيولې او دغه حالت د اندېښنې وړ ښودل شوي دي.

تمه کېده چې د روژې له پيل سره سم غزه کې اوربند اعلان شي؛ خو برعکس جګړې لا ډېر زور اخيستی او د دغې تړانګې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button