اسماعیل هنیه د ایران په رسمي بلنه تهران ته ورسید

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۳ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د ایران په رسمي بلنه تهران ته ورسید.

ټاکل شوې ده، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر به نن د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر “امیر عبدالهیان” سره کتنه کې غزه او سیمه کې د روانو حالاتو په هکله خبرې اترې وکړي.

ایراني رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې د ښاغلي هنیه هرکلي ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د لوړ پوړو ایراني چارواکو لخوا ښه راغلاست ویل کېږي او د یو ولسمشر په څېر پروټوکول ورکول کېږي.

د ویلو ده، چې د اسماعیل هنیه او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ تر غونډې وروسته به دواړه مشران یوې ګډې خبري ناستې ته ویناوې هم وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button