د افغانستان او برونای د دیني او علمي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، د افغانستان لوی سفارت سفير نقیب الله احمدي د برونای دارالسلام له قاضي القضات، شیخ محمد سالم بن بیسار، سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې نقیب الله احمدي د افغانستان د وضعیت او بېلابېلو برخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د برونای قاضي القضات افغانستان ورور اسلامي هېواد بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې مهمې یادې کړې دي. د لیدنې پر مهال د افغانستان او برونای د علماوو ترمنځ د علمي او دیني همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.



