کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۳ل)
د روسیې ولسمشر “ویلادیمیر پوتین” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې وسله والو برید کوونکو غوښتل، تر څو روسیه کې ګډوډي رامنځته کړي او د روسانو ترمنځ تفرقه جوړه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د برید کوونکو دغه هیله پوره نه شوه او برعکس د روسانو له لا متحده کېدو او مقاومت سره مخ شول.
ولسمشر پوتین یو ځل بیا د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او له هغوکسانو څخه یې مننه کړې، چې د پېښې پرمهال د خلکو په ژغورنه کې یې مرسته کړې.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو د دغه برید اصلي جوړونکي او مرکز یې پیدا او پر وړاندې یې ګامونه پورته کړي.
د ویلو ده، چې تېره اوونۍ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پر یو کنسرت وسله وال برید ترسره شو، چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنه ووژل شول، سلګونه نور ټپیان شول. که څه هم د یاد برید مسؤلیت داعش ترهګرې ډلې منلی دی؛ خو د روسیې د ملي امنیت سلاکار امریکا او اوکرایین تورن کړي، چې بریدکوونکو ته یې د برید زمینه برابره کړې وه.


















