کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۵ تنه اسرائیلي پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر یوې سرچینې “کابل ټکی کام” وېب سایټ ته منلی، چې ځواکونو یې صهیونیستي اشغالګرو سره یې د غزې په ختیځ “الشفا” روغتون ته څېرمه خونړۍ نښتې کړي، چې په پایله کې یې ۵ تنه ترهګر اسرائیلي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس غورځنګ یاده سرچینه تاییدوي، چې اسرائیلي نیواکګر د غزې په شمال، جنوب او مرکزي سیمو کې د مقاومت د ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ دي او له ځینې سیمو اشغالګر عسکر د سختو تلفاتو تر ګاللو وروسته تښتیدلي دي.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو څو ورځو کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې ۸۰ اسرائیلي ټانکونه د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو په بریدونو کې ویجاړ شوي او لسګونو اسرائیلي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















