کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې روسي پوځیانو په د اوکرایین په “دونیتسک” ښار کې بې ساری پرمختګ کړی او د سختو نښتو په ترڅ کې 370 اوکراییني پوځیان وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت لیکلي: چې د روسیې وسله والو ځواکونو د دونیتسک په لور پرمختګ کړی او د اوکراین وسله والو ځواکونو تر 370 ډېر پوځیان له لاسه ورکړي دي.
د سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د دونیتسک په څنډه کې ډیر مهم ځایونه نیولي او د اوکراین وسله والو ځواکونو تر 370 زیات پوځي پرسونل او ګڼ امریکایي ټانکونه له لاسه ورکړي دي.
د اوکرایین د دفاع وزارت په وینا، د اوکراین وسله والو ځواکونو تر 370 ډیر پوځي پرسونل، څو ټانکونه، ګڼ شمېر زغره وال جنګي وسایط او 19 موټر له لاسه ورکړي.
د ویلو ده، چې د روسیې د دفاع وزارت ویلي: “سربیره پردې، د جګړې په جریان کې، د پولنډ لخوا جوړ شوي “کراب توپ” ماشینونه، ګڼ شمېر D-30 هاویټزر او دوه M119 ډوله وسلې، چې امریکا کې جوړې او اوکریین ته ورکړل شوې وې د روسیې په عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي.


















