د لبنان حزب الله غورځنګ پر اسرائیلي ښارونو سلګونه توغندي ویشتلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)

له هغه وروسته، چې تېره شپه اسرائیلي اشغالګرو د لبنان په جنوب هوایي بریدونه ترسره او ۶ تنه ملکي لبناني وګړي شهیدان کړل د لبنان حزب الله غورځنګ یې په غچ کې پر اسرائیلي ښارونو سلګونه توغندي ویشتلي دي.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومت سازمان ځواکونو د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د صهیونیستي پوځیانو ګڼ شمېر اډې او څو کلي په بالستیک توغندیو په نښه کړي دي.

له بل پلوه “المیادین” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې، ځواکونو یې نن شپه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د “دجال او العلم” په مرکز کې د صهیونیستي پوځیانو د غونډې ځای په توغندویو ویشتلی، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د لبنان د حزب الله د اسلامي مقاومت سازمان څو ساعته مخکې اعلان وکړ چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د “ګورین او شلومي” ښارګوټي د “البرکان او کاتیوشا” توغندیو په وسیله په نښه کړي دي.

د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو له یادو توغندیزو بریدونو وروسته خبر ورکړی، چې د “ګیلان” په لویدیځ کې د حزب الله د توغندیو تر لګېدو وروسته پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده، چې تر اوسه دوام لري او د ګڼ شمېر کورونو په ګډون د اسرائیلي پوځ ۱۲ پوستې په کې سوځیدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button